IQNA

د شهید اسماعیل هنیّه په یاد کې د یمن قرآن زده کونکو ماشومانو ستاینه

14:19 - August 06, 2024
د خبر لمبر: 3489650
ایکنا –د فلسطیینی مجاهد او د قرآڼ د حافظ شهید اسماعیل هنیّه له درنښت سره په یووخت د یمن د ۷۲۱قرآن زده کونکو  ماشومانو د ستاینې دستورې ترسره شوې.

ایکنانیوز د اخبار الخلیج له قوله راپور راکوي، د یمن د دیني علومو او د قرآڼ د حفظ د مر کزونو ۷۲۱ حافظانو د قرآنی پړاؤ د فارغ التحصیلۍ  دستورې د قرآن د حافظ شهید اسماعیل هنیّه  په نامې او یاد سره ترسره شوې.

ددغو دستورو مسئولانو د شهید اسماعیل هنیّه له شهادت وروسته فیصله وکړه څو د قرآنی زده کړې دغه پړاؤ د هغه مجاهد شهید په نامه ونوموی.

د قرآن د دغو حافظانو ددرنښت اوستاینې دستورې په تعز کې د یوشمیر مسئولانو اود  خلکو په پراخ ګډون سره ترسره شوې.

ددغه پړاؤ ترسره کونې یوه مسئول نصر عبدالغني مطهر پخپلو څرګندونو کې سپارښته وکړه چې فارغ التحصیلان دې ځانونه په قرآني اخلاقو سنبال کړي او په صداقت ،پرهیزګارۍ او راهبرۍ کې بیلګه ووسي.

هغه په دوام کې ټينګار وکړ، دوي باید په غزې کې د قرآن کریم حافظان خپل سرمشق وګرځوي،ځکه چې د اسلامی امت په لاره کې له خپل ژونده تیر شول. 

https://iqna.ir/fa/news/4230162

 

captcha